په کندهارکي دهمکاري په نامه پوځي عمليات په ښامار ي ګوزارباندي واوښتل
انجنير سيد عبدالقادر  انجنير سيد عبدالقادر

  ۱۵ ــ۱۰ ــ ۲۰۱۰ 

 

  سرې لمبـې يي جوړي کړي زما پر ښکلي کندهار        نه ماشوم پريږدي په کور کي نې  پلار پر سمه لار

هر يو وژني بي پوښتني د ې وطن کي بي صاحبه         غــټه  خوله يي خـلاصه کـړي لکه وږي لوي ښاما ر 

نې باغ کي حاصل پريښود نې  چرګه کوم کاله کي         داوحشي کــه ساديـستان دي ورانـوي  تاريـخي ښـا ر

په افغانستان کي د  اوباما اداري  دخپلي  نوي سترا تيژي د پلي کولو او افغان ولس دتير وتلوله پاره د پوځي عملياتو نومونه په ظاهرأ ډير نرم او غولونکي  لکه ( همکاري ، اميد ۰۰۰۰ ) ايښي دي ، او  په اصل کي بيا هم دبوش ددوران په  څير خپل پوځي عملياتونه  د  داسي  تاو تريخوالي سره مخ ته بيايي ، چی په واقعيت کي يي ډيري  سختي ناخوالي وشاته پري ايښي ،  او پريږ دي يي ، چی پايله کي يي نه يوازي افغان مقاومت ددوي په وړاندي نور هم غښتلي سوي  دي ، بلکه ددې  يرغلي ځواکونو حاکميتونه يي هم  په خپلو ولسونو کي دسختو سياسي ستونځو او بي اعتماديو  سره مخامخ کړي دي ۰ چی ښه نيژدي مثال يي په انګلستان کښي دفبروري دمياشتي ټولټاکني وي ، چی دکارګر حاکم  او محافظه کار دواړو  ګوند ونو ونه کړايسواي چی په ټاکنو کي دخلګو داکثريت رايه تر لاسه کړي ۰ او دوي په خپل تاريخ کي دولس په منځ کي  ددغسي ښکاره سياسي ماتي سره نه و ه  مخامخ سوي ۰ دا ځکه چی ددواړو ګوندونو د بهرنيو تګ لارو په پايله کي نه يوازي  هغه څه نا څه سياسي اتوريته چی په ځانګړي توګه په دريمه نړي کي درلودله  سخته زيان منه کړله ،  بلکي وخپلو ولسونو ته يي هم  په بهر کي دجنګونو په نتيجه کي بشري ناورينونه او اقتصادي ستونځي  ور په برخه کړي دي ۰ او داسي معلومه سوله چی دغربي نړي  ولسونه دخپلو واکمنانو هغه يرغلي کړني او پوځي عمليات په ډير دقت تر څارني لاندي نيولي دي ،  کوم چی دا واکمنان يي  دخپلو ناپاکو مخو له پاره  ،  زموږ دوطن  د آرامو  سيمو بي ګناه  افغانان دبشري ناورينو او اقتصادي سختو ستونځو سره لاس او ګريوان کوي ، او بيا   ډير ژر بله سيمه دهم داسي برخه ليک سره مخامخ کوي ۰  چی نيژدي مثال يي د فبروري  په مياشت کي  دهلمند د  ولايت  دمارجي او نادعلي په ولسواليو کي ددوي هغه  شوم  پوځي عمليات وه ،  چي په سلګونو ملکي کسان يي شهيدان ، زخميان ، کورونه يي په کنډوالو ور  تبديل  او په زرګونو کورني يي د خيمو تر سختو شرايطو  لاندي مهاجرت ته مجبوره کړي   ۰او ددوي دمخکنيوتبليغاتي ادعاووڅخه ليري ، نه يي دمارجي اونادعلي په ولسواليو کي امنيت راوست نه يي سالمه اداره ، نه يي دکوکنارو کښت دمنځه يووړي  او نه يي کومي دبيا رغوني پروژي پلي کړي ۰ ولي د پوځي عملياتو په پايله کي يي  يوازي دهغه ځاي وخلګو ته بشري او اقتصادي ناورينونه ور په برخه کړل اوبس ۰ويلايسو ددوي داسي کړني يوازي او يوازي وخپلو نا پا کو مخو ته درسيدو له پاره دي اوبس ۰ چی دپورتني ادعا ښکاره ثبوت دسپيني ماڼي د (۱۱ ــ۱۰ ــ ۲۰۱۰ ) نيټي تازه رپوټ دي چی  په يوه برخه کي داسي راغلي دي : د ولسمشر کرزي په حکومت کې پر اداري فساد او ضعيف حکومت هم خبرې شوې او ويل شوي دي چې د ښې حکومتدارۍ لپاره د حکومت او نړيوالو هڅې ناکامې دي .په دغه رپوټ کې د مارجې عمليات د بيلګې په توګه ياد شوي او ويل شوي دي چې ددغه عملياتو په اړه ډير تبليغات وشول خو پايله دا شوه چې عمليات ناکام وو .

  دا دي نوبت يي اوس  دکندهار تاريخي ولايت ته ورسيدي  ، چی  نيژدي ددرو اونيو راهيسي دا  بشر وژونکي او نړيدونکي يرغلي پوځي عمليات ،  د ابدالي تاريخي  کندهار ښار په ګډ پو لو د رو ولسواليو ( ارغنداب ، ژړي ، پنجوايي )  کي دښاماري ګوزار تر نامه لاندي په داسي وخت کي شروع سول ، چی نيژدي د پينځو مياشتوراهيسي  دهمکاري ترنامه لاندي پوځي عمليات دهم دې ولايت په ځينو سيمو کي شروع سوي  وه ، په داسي حال کي چی   تر دې جنګي عملياتو  څو مياشتي مخکي د امریکایی خبری شبکې ( آی . پي . ایس ) دهغه وخت   په خپل تازه راپور کي د هغه سروې په حواله چي د يوې خصوصي امريکايي مؤسسې لخوا سوې ، ليکي چي په کندهار کي ۹۴٪ خلک د طالبانو سره جنګ نه بلکي خبري اتري غواړي او ۸۵٪ خلکو ورته ويلي چي طالبان « زموږ افغاني وروڼه » دي . دا ټولپوښتني په ښار ، د ښار په اطرافو ، ژړۍ ، ارغنداب او پنجوايي ولسواليو کي سوي دي . ۹۱٪ خلکو لويه جرګه وغوښتله .

ولي امريکايي چارواکو دپورتنۍ سروي او  دسيمي  دخلګود ارادې خلاف دخپلو شومو مخو له پاره خپل  جنګي عمليات  دښامار ي ګوزار تر نامه لاندي  دتاوتريخوالي نوي مرحلي ته ور ننه ايستل ۰اوس به  دليکني په دې برخه کي په کندهار کي ددې پوځي عملياتو په اړوند  دغربي نړي دځينو چارواکو د څو مياشتو مخکي  دڅرګندونو څو لنډي برخي دلته رانقل ،  او بيا په وروستي برخه کي  يو لنډ ه کتنه  پروکړو ۰

 څو مياشتي مخکي دامريکا نظامي واکمنانو دجمعي رسنيو له لاري داسي تبليغات رامخ ته  کړي وه ، چی ګواکي ددوي په وړاندي د مقاومت اصلي پايګاوي چی د طالبانو اصلي مرکزونه يي  بلل ،  دهلمند دمارجي او نادعلي  سيمي دي ،  چی دطالبانو دجنګ دتمويل پيسي هم ددې سیمو دکوکنارو څخه پوره کيږي ۰او ددې  وڅنګ ته يي بيا  دکندهار د ځينو ولسواليو يادونه هم  کوله ۰اودليري ځايه يي  ددې ولايت وخرابولو  ته هم غاښونه چيچل ۰ چی ځينو نظاميانو په دې اړوند داسي ويل :  دکندهار دولايت څخه دطالبانو تصفيه کول به  يي  په افغانستان کي دامريکا دجنګ په کاميابي پوري تړل ۰ او دځينو امريکايي  نظاميانو دڅرګندونو له مخي دکندهار دولايت په دې سترو پوځي عملياتو کښي ۲۵ زرو پوځيانوګډون کړي دي ۰د دآزادې دراډيو (  ۲۴ ــ ۵ ـــ ۲۰۱۰ ) نيټي درپوټ له مخي  په کندهارکې دامریکا په مشرۍ دناټو عملیات د نړیوالو ځواکونو لپاره یوه جدي ازموینه ده او یواځې په پوځي اقداماتو پورې نه محدودیږی بلکې په داسې شکل تنظیم شوي، چې پرمختیایي پروژې هم په کې شاملې دي ددې عملیاتو نتایج به ښایي له افغانستانه دامریکایي ځواکونو دوتلو پرستراتیژۍ هم اغیز وکړي.  ددغو عملیاتو اساسي هدف په دې ولایت کې دوسله والو طالبانو دنفوذ کمزوری کول دی خو دې هدف ته د رسیدو لپاره ډیرې ستونزې هم په مخکې شته. له وسله والو طالبانو څخه دکندهار دتصفیه کولو په هدف د بارک اوباما دادارې پوځي عملیات یو خطرناکه اقدام دی، چې حتی ددې عملیاتو پلان جوړونکی یې هم پربریالیتوب شک کوي  ۰ او هم دارنګه داراډيو د ( ۳۱ ــ ۸ ــ ۲۰۱۰ ) نيټي باندي داسوشيتد پرس خبري آژانس په حواله وايي چی : مارک سیگمن یک مامور سابق سی آی ای یا ادارۀ مرکزی استخبارات امریکا که تجربه کار را در منطقه دارد به آژانس خبررسانی اشوسیتد پرس گفته است که قایل شدن اهمیت بیش از حد به جنگ قندهار ناشی از طرز تفکر نظامی غربی بوده که با شرایط افغانستان هیچ سازگار نیست. وی می افزاید، اگر امنیت قندهار تحکیم شود باز هم احتمال دارد که جنگ افغانستان در مجموع به ناکامی منجر شود، چون نقش حکومت در افغانستان ضعیف بوده و تسلط حکومت کابل بر ولایات ضعیف می باشد. او دهم دې راډيو درپوټ له مخي  تورن جنرال نیک کارتر قوماندان بریتانوی نیروهای ناتو درجنوب افغانستان می گوید: «قندهار ستالین گراد شوروی و فلوجۀ عراق نمی باشد، جنگ ما برای حکومت داری سالم و مبارزه علیهء گروه های مافیایی و آشوب گران است. ما زمانی پیروز می شویم که مردم از یک ادارۀ سالم دولتی برخودارشوند.» ۰ اوهم دا رنګه  دواشنګتن پوست د۲۴ ــ ۵ ــ ۲۰۱۰ نيټي دورځپاڼي  په حواله دامریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلینټن په وینا دکندهار په ښار کې به هیڅ یو ټانګ هم تګ راتګ ونه کړي. پردې سربیره به له وسله والو طالبانو څخه ددې ښار دتصفیه کولو په ترڅ کې ډېرکوښښ وشي چې ښار خراب نه شي.

 ولي  د بریتانیا دفاع وزیر دمي دمياشتي په وروستيو کي  دټايمز دورځپاڼي سره  په خپله مرکه کې       داحمقانه زور زياتۍ سره يو ځاي  بيا دخپل يرغل دتوجيه کولو له پاره  داسي  ویلي وه  :«موږپه افغانستان کې د دې لپاره نه یو چې د دیارلسمې پېړۍ د دې مات ګوډ هیواد خلک ورسوو.موږهلته د دې لپاره حضور لرو چې د بریتانیا د خلکواو زموږ د نړۍ ګټې په دې کې دي چې خطر ورته پېښ نه سي ۰

دغربي چارواکو دپورتنيو څرګندونو په  اړوند بايد ووايو:  چی  دا لومړي ځل نه دي چی غربي مختليف چارواکي  داسي  ضدو نقيض او غوړي څرګندوني کوي ۰  ولي  افغان ولس  دنهو کلونو راهيسي نه يوازي  ددوي  داسي  دواقعيت څخه ليري او دچل او چم څخه ډکي  غوړي خبري  اوريدلي  او هم ددوي ډيري  نا پاکه کړني يي د نيژدي ليدلي دي ۰  ځکه نو ولس  وايي  ، چی په دې تيرو نهو کلونو کي هيڅ دا سي يوه سيمه نه په ګوته کيږي ، چی ستاسو  ديرغلي ځواکونو تر ګوزارونو وروسته دي هغه سيمه بيا جوړه سوي  ، او يا د ملکي شهيدانو دکورني دپاتو کسانو سره  دبشر دنړيوالو حقوقو له مخي چلند  سوي وي۰ او جنګي جنايتکاران دي محکمي ته کش سوي وي ۰ او ددې نهو کلونو په ير غلي بهير کي دوي  په هراړخيز ډول  کوښښ کړي دي ، چی  په دې  وطن کي هر بشري جنايت چی تر سره کوي هغه بايد  پټ وساتل سي  ۰  ځکه نو په کندهار کي  ددې پوځي عملياتو دشروع څخه  داسي معلوميږي ، چی  پر ټولو  کورنيو او بهرنيو ژورنالستانو باندي داسي بنديز لګول سوي دي  ، چی هغوي  نه سي کولاي چی دجنګ ميدانونه دنيژدي فلمبرداري ،  او رپوټونه يي د کورنيو  او نړيوالو رسنيو له لاري خپاره کړي ۰  او داښکاره حقيفت دي  چی ددې ستر پو ځي عملياتو بهير  پټ ساتل سوي دي ۰  چی داخپله دآزادو ژورناليستانوپه وړاندي  دامريکا او غربي نړي دقلابي ډموکراسي يوه ښکاره  نمونه ده ۰ولي يوازي تاند  دفرانس پريس خبري آژانس د ( ۳۰ ــ ۹ ــ ۲۰۱۰ ) نيټي  په حواله هغه هم يوازي  دکندهار په ښارکي د ولايت دکډوالو دچارود رئيس محمد اعظم نوابي ديوه سوال په ځواب کي لږ څه داسي څرګندوني  خپري کړي دي :  « په یوه میاشت کې کندهار ښار ته له ژړۍ او ارغنداب ولسوالیو څخه تر نهه سوه زیاتې کورنۍ راغلي.لا هم خلک له خپلو کلیو په تېښته دي او کله چې ښار ته رارسېږي نو خورا په بد حالت کې وي

ده دا هم وویل چې اکثره خلک تش لاس کندهار ښار ته کډواله کېږي. ځینو کډوالو،چې د جګړې له ډېرسخت میدان یعني ارغنداب څخه کندهار ښار ته تللي ، وویل،دوی د د حاصلاتو په وخت له خپلو مېنو وتلو ته مجبوره کړای شول.دې کار د دوی د ژوند او ګوزارې امکانات له منځه یووړل او يوي  شپږ پنځوس کلنې ميرمني  ګلالۍ بيا داسي ورته ويلي دي  :«زما د کورنۍ درې غړي، زوی او دوه لمسیان، هغه وخت ووژل شول چې راکټ مو په کور ولګېد»

 او هم بايد ووايم چه دکاناډا دتورنټو سن د۶ــ ۱۲ ــ ۲۰۰۹ په ورځپاڼه کی يو پخواني ژور نالست اوليکوال دخپلي ليکني يوه برخه کی هم ددې جنګي عملياتو په هکله په خپله وړاند وينه کي داسي ليکلي دي : دامريکا دغه سمندري تکړه پوځيان به سرکښه کندهار به نور هم ځپي کټ مټ لکه دعراق دفلوجي ښار چه يي لو ټي لوټي کړي ۰ هو ! دابه يوازي دماتيدوله پاره تمرينات وي او بس

اوس به دلنډي کتني په ترڅ کي  ووايو،  چی دفرانس پريس  دپورتني کوچنۍ مصاحبي څخه  چی هغه هم يوازي دجنګ ځپلو سيمو ديوه سړي او يوي ميرمني او دکډوالو درئيس سره يي  کړي وه ،  هر څه ځيني په ډاګه کيدلايسي ، هغه داچی : ددې نهو کلونو په بهير کي امريکايي او ناټويي   يرغلي ځواکونو چی پر هره سيمه دهر نرم او تند نامه لاندي چی  يرغل کړي دي ، په پايله کي يي دبشري ناورينونو تر ځنګ وپاته خلګو ته يي  ډيري سختي اقتصادي خرابي هم  پري ايښي دي ۰  ځکه نو دوي  يوازي ددې څو مياشتو خرابۍ چی دکندهار او هلمند په ولايتونو کي کړي دي ، نه سي کولاي چی بيا يي ورغوي ۰دنهو کلونو ديرغلي بهير خرابي لا څه کوي ۰ اودبشري جناياتتود  ځواب څخه خو لا امريکايي او ناټويي هيوادونه په خپل تسليحاتي زور باندي ځانونه ليرۍ ساتي ۰ په داسي حال کي چی  ديرغل په لومړيو کلونو کي امريکايي ځواکونو دبشري جنايتو په کولو سره حتی دبخښني کلمه يي هم پر خوله باندي نه راوړله ۰ ولي په دې وروستيو په ځانګړي توګه داوباما داد اري په راتګ سره دبخښني وڅنګ ته دپلټني دکولو خبري هم شروع سوی ، ولي په عمل کي معلومه سوي ده چی بيا هم هغه پخواني تګلاره او ړانده بمبونه پر ملکي خلګو غورځول کيږي ۰ ولي په دې بي صاحبه وطن کي چی اشغالي ځواکونه هر بشري او اقتصادي جنايت تر سره کوي ، دپوښتني څوک يي نسته ۰ دبيلګي په توګه دوي اوني مخکي دښامار ي عملياتو په درشل کي دکندهار ښار په لويد يځ  کي یعني دښار او پنجوايي ولسوالي پر دوه لاري باندي دماښام پر اوه نيمو بجو پينځو پر له پسي چاودنو دکندهار ښار سخت ولرزاوه چی په پايله کي يي  ۳۵  کسانو ته  مرګ ژوبله واړوله ۰   چی ددې جملی څخه يي ۹  نهه تنه ماشومان اويو پوليس  په شهادت رسيدلي ، څلور پوليس او ۲۱ ملکي کسان سخت ژوبل سوي وه ۰ وروسته عيني شاهدانو چی د زخميانو سره يوځاي وه دبينوا ويب پاڼي خبر يال ته يي ويلي وه ، چی دا چاودني نه وي بلکه پر موږ باندي دبهرنيو سرتيرو دالوتکو بريدونه وه ۰ ولي دولايت چارواکو دافغاني وجدان څخه ليري ، دايي دسړک دغاړي چاودني بللي وي ۰ ولي کرزي صاحب بيا دپخوا په شان سخته خواښيني ښکاره کړي او دپلټني امريي ورکړي دي ۰ چی دا پلټنه به يي هم دنورو پلټونو په شان وهيريدو ته وسپارل سي ۰ بل نيژدي مثال    د همکاري دعملياتو په درشل کي د ارغنداب  په ولسوالي کښي دشپي له خواه دواده په مراسمو باندي دناټو دقواوو هوايي بمباري  وه ، چی ډيره سخته مرګ ژوبله يي وشاته پريښول ۰ ولي ناټويي او دولايت چارواکوداسلامۍ او  بشري وجدان څخه په ليري فاصله کي ،  داپه طالبانو پوري وتړل ۰ولی  تر دې پيښي دوي ورځي وروسته هرڅه ميدا ن ته راووتل ۰ او بيا کرزي صاحب هم هغه سيمي ته ولاړ او دخلګو سره يي دنيژدي خواخوږي وکړه ۰

بل نيژدي مثال څو ورځي  مخکي دهلمند دولايت دکجکي دولسوالي پر څو کورونو باندي دناټو دقواوو  بمباردونه وه ، چی وروسته بيا  دکرزي دفرمان له مخي يو هيئت سيمي ته ولاړ، او دراستنيدو وروسته يي  پر ۱۲ ــ۱۰ ــ ۲۰۱۰  دجمعي رسنيو له لاري خبر داسي خپور سو ۰ چی دناټو قواوو ديوه طالب له پاره دري کوره وران کړي ،  شل تنه يي شهيدان کړي او ۱۳ تنه يي زخميان کړي دي ۰ او کرزي صاحب به  بيا هم  دپخوا په شان يوازي   خواخوږي ورسره وکړي او بس ۰ ولی دوطن  په سطح کي داسي پيښي نيژدي هره ورځ او يا هره هفته پيښيږي ،او  دځينو پيښو خبرونه رسوا کيږي او ځيني يي  بيا   پټ ساتل کيږ ي ۰  ځکه نو تر څو چی دا اشغالي قواوي په دي وطن کي شتون ولري ،  اود وتلو له پاره يي پر يوه دقيق دسياسي حل پر ميکانيزم باندي کار ونه سي ، دا دبوش دادراي جوړه کړي دبشري او اقتصادي ناورين  لړي به هم داسي ادامه ولري ۰

اخځ : بينوا ويب پاڼه ۰ افغان جرمن انلاين ويب پاڼه ۰                        تمت باالخير


October 17th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات